اسلام آباد ۔ 12 مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي وفاقي حكومت د كورونا وائرس موجوده صورتحال تر مخه د ټولو صوبو په صلاح بشپړه تګلاره جوړه كړې۔ په دې اړه به د پارلماني غړو وړاندېزونو ته هركلے وايؤ او په قامي چارو دوي سره په ګډه كار كولو له چمتو يوو۔ قامي رابطه كمېټۍ كښې ټولې پرېكړې په مشاورت كولې شي۔ د كورونا د لاسه د مقبوضه كشمير صورتحال پېچلې شوے ۔ نړيوالې ورورولۍ او او آئي سي له به په دې اړه خپل كردار ترسره كول وي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د كورونا وباﺀ صورتحال په اړه پاليسي بيان كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د دوئم لوي جنګ نه وروستو د كورونا وباﺀ ستونزه تر ټولو لويه ده۔ مستحكم معيشتونه ستونزو سره مخ دي۔ د امريكا ٬ اطاليا او فرانس په شمول د نورو هېوادونو صورتحال زمونږ په وړاندې دے۔ د پاكستان په ډول پرمختګ كونكے هېواد د دې آفت مقابله كوي ۔ د يو قام په حېث به دې وباﺀ له ماتې وركولو كښې كامياب شوو۔ ده ووئيل حكومت په دې معامله كوم كنفيوژن سره مخ نه دے۔ زمونږ پالېسي په ډاګه ده۔ قامي تګلاره مو جوړه كړې۔ سندھ حكومت هم د دې پالېسۍ برخه دے۔ده ووئېل مونږ د پیپلز ګوند سره مشاورت كړے۔ د سندھ اعلی وزير خبرې ته وزيراعظم اهميت وركوي۔ کشمیر او ګلګت بلتستان كښې د مسلم ليګ (ن) حكومت دے ۔ د دوي رائې هم مهمه ګڼلې شي۔ ده ووئيل دا تاثر وركولې شي چې د دې وباﺀ حل لاك ډاؤن دے ٬ داسې چرې نه ده ۔ د دې اصل حل وېكسين دي د كومو جوړېدو كښې چې 18 مياشتو نه تر 2 كالو وخت لګېدې شي۔ ده ووئېل مونږ له به د دې وباﺀ خپرېدل محدود كول وي۔۔خارجه وزير ووئېل د قومي رابطه كمېټۍ 11 غونډې شوي۔ د اېن سی او سی هر سهار دوه ساعته غونډه وي چې مشري ئې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر كوي۔ ده ووئيل پارلېمنټ مهم دے۔ اېس او پيز سره مو د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې۔ د غونډې مقصد ستاسو وړاندېزونه رامخې ته كول دي۔ مونږ بېړني صورتحال سره مخ يؤ او په ګډه ددې مقابله كېدې شي۔ ده ووئيل پيپلز پارټي به د جمهوريت او حوصلې درس وركولو اوس پرې څه شوي۔ ده ووئيل مونږ په قامي يو والي او قامي سوچ مخ په وړاندې روان يؤ۔ سندھ زمونږ دے۔ پيپلز پارټي د وفاق علامت ؤ۔ ده ووئېل په كراچۍ ٬ د سندھ دننه لاك ډاؤن چرته ؤ ۔ د سندھ حكومت په نېك نيت هڅه كړې۔ د دوي د خوارۍ ستائنه كوؤ۔ ده ووئېل د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان حکومتونو سمې پرېكړې كړي كومې چې د ستائنې وړ دي۔ وزیراعظم دا نه دي وئيلې چې لاك ډاؤن اشرافيه لګولې ۔ هغه وئيلي يو اړخ ته د اشرافيه طبقه ده او بلخوا د مزدورانو۔ اشرافیه د لاك ډاؤن خبره كوي ځكه چې هغه وسائل لري۔ بله طبقه هغه ده كومه چې وسائل نه لري۔ هغه به د لوږې مړه شي۔ ده ووئېل مونږ له به كورونا وائرس او لوږې څخه خپل اولس بچ كول وي۔ پوهانو وئيلي دي كه لاك ډاؤن په ځائې اوساتلې شي نو 18.6 ملین خلق به د بې وزلۍ كرښې نه ښكته لاړ شي