اسلام آباد 07 مئی (اے پی پی)حکومت به د قامی ایئر لائنز( پی آئی اے) په اشتراك سره امریکا كښې د پاتې شوو پاکستانیانو هيواد ته راوستلو لپاره خاص چارټر پروازونه چلوي۔ د زيارت په ورځ واشنګټن ډی سی كښې د پاکستان سفارت د اړخه جاري بیان له مخې به ابتدائی توګه به دوه خاص پروازونه په 10 مئی واشنګټن ډی سی څخه اسلام آباد او نور به په 13 مئی کراچۍ ته راځي۔ دې نه ځانله يو بل پرواز به د نیویارك ، نیو جرسی څخه لاهور ته راځي۔ د دې پرواز لپاره به نيټه ډير زر اعلان كړې شي۔ دې نه علاوہ حکومت به د پاکستان وګړو هيواد ته راستلو لپاره امریکې څخه نور درې پروازونه هم آپریټ كوي۔ امریکا كښې پاتې پاکستانیان د پرواز په اړه تفصیلات لپاره پی آئی اے رابطه سینټر سره په +7867861112192 رابطه كولې شي