اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاکټرعارف علوي وئيلي دي اولس دې په كورونو كښې مونځونه ادا كړي او د كرونا وائرس پحقله دې احتياطي تدبيرونه خپل كړي، كه صورتحال نور خراب شو يا علماﺀ سره ه شوې لوظنامه عمل اونه كړي شو نو د مونځ او تراويح په پرېكړه به حكومت نظر ثاني كوي۔د زيات په ورځ خپل بيان كښې صدر ووئيل علماﺀ كرامو سره د شوې لوظنامې په وړمبنو 17 نکاتو كښې د مونځ او تراويح په مهال حفاظتي اقدامات رامخې ته كړې شوي، په دې احتياطي تدبيرونو ګرده نړۍ اتفاق لري۔ ده ووئيل په دې احتياطي تدبيرونو عملدرآمد د جومات د امام ٬ د جوماتونو د كمېټو ٬ د ضلعي اتنظاميې او صوبائي واكمنو شريكه ذمه واري ده۔ صدر ووئيل د جوماتونو او امام باړو انتظاميې ته د مونځونو او د تراويح مشروط اجازه وركړې شوې چې په دې شرطونو او احكاماتو به په سختۍ سره عمل كولې شي۔ده ووئېل كه صورتحال نور خراب شو يا علماﺀ كرامو سره د شوې لوظنامې په هداياتو عمل نه كېږي نو د مونځ او تراويح په پرېكړه به حكومت نظر ثاني كوي ۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل لوظنامه صوبائي واكمنو ته په جوماتونو او امام باړو كښې د خپل لاك ډاٶن په شرطونو د عملدرآمد اختيار وركوي۔ ده ووئيل په دې لوظنامه علماﺀ په حكومت د بشپړه باور څرګندونه كړې۔