اسلام آباد 50 مئي (اے پي پي) ورلډ بنك وئيلي دي د کرونا وائرس نړيوالې وباء اثرات كمولو كښې د حكومت لخوا پېل كړے د كېش مرستې پروګرام مهم كردار لوبوي ۔ دا خبره د نړيوال بنك لخوا په يو راپور كښې شوې ده ، راپور كښې وئيلي شوي د بحران په دور كښې كېش پروګرام يوه ښه سرمايه كاري ده، د ټولنې بې وسه او كمزورو طبقو سره نغده مرسته كولو سره به په ځائي كچه معيشتونو ته نېغ په نېغه ګټه ورسي۔ د تېرې مياشت په پائې وزیراعظم عمران خان د احساس اېمرجنسي کېش پروګرام اعلان كړے ٶ، دا پروګرام د وزیراعظم لخوا د اعلان كړي 1200 كربه روپو نه د زيات ريليف پېكج برخه دے، احساس اېمرجنسي کېش پروګرام د 144 اربه روپو ماليت پروكړام دے چې ورسره به يو كروړ شل لكه كورنيو ته ګټه ورسي كومې چې د وباء او د لاك ډاٶن څخه سختې ځپلې شوي۔ راپور كښې وئيلي شوي د بحران په دور كښې كېش پروګرام يوه ښه سرمايه كاري ده، د پاکستان 24 فيصده آبادي د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوي، د هېواد بې وسه آبادۍ له د وباء اثراتو مخنيوي لپاره په سمدستي توګه عملدرامد ضروري ٶ۔ راپور كښې د مارچ ديارلسمې نېټې څخه د پېل شوي لاك ډاٶن او د دې په نيتجه كښې د سماجي او اقتصادي اثراتو تفصیلي ذكر شوے ، راپور له مخې د لاك ډاون په نتيجه كښې په لويه شمېره افرادي قوت په خاص توګه مېرمنې بې روزګارۍ سره مخ دي۔ د نړيوال بنك په مرسته د سماجي تحفظ د ادارو د كار دائره پراخه كولو لپاره د اقداماتو سلسله روانه ده، د بې نظیرانکم سپورټ پروګرام څخه نورې 45 لكه مېرمنې مستفيد كولو لپاره هم بنك مرسته كړې ده ۔ راپور كښې احساس كفالت او د بي آئي اېس پي د سوئيلي آسياء د سماجي تحفظ لوئې پروګرام ګرځولې شوے