اسلام آباد 05 مئی (اے پی پی) تنزانیه كښې د ايسارو شوو 124 پاکستانیانو ډله د نهې په ورځ د خاص پرواز د لارې پاکستان ته راوانه كړې شوې ۔ ډله كښې سوداګر ، د تعمیراتی کمپنۍ ملازمان ، سیلګري او زائرین شامل دي۔ تنزانیه كښې د پاکستان هائی کمشنر محمد سلیم او د هائی کمیشن عملې ايسار پاکستانیان د داراسلام هوائي ميدان څخه رارخصت کړل۔په دې موقع هائی کمشنر محمد سلیم ټول رسمی کارروائیو كښې په اسانيو وركولو د پاكستان حکومت او تنزانیه حکومت مننه وكړه۔ د سلطنت عمان قامی آئر لائنز سلام آئر د خاص پرواز د لارې پاکستانيان خپل هيواد ته راولي۔ هائی کمشنر د سلام ائر انتظامیې هم مننه وكړه ، چا چې د کرونا وباﺀ په دې سخت وخت كښې د پاكستانيانو راوستو لپاره خپل خذمات وړاندې كړي۔ په دې لړ كښې هائی کمشنر دارالسلام كښې د مسجد توحید او د ویلفیئر ایسوسی ایشن آف پاکستان انتظامیې هڅې هم وستائلې