اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي کرونا ريليف ټائيګر فورس ته به په راتلونكې اوونۍ كښې ذمه وارۍ اوسپارلې شي، ټائيګر فورس به د سياسي تړون نه پرته كار كوي، دا د سياست نه په يو والي د وائرس د مخنيوي وخت دے، مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ بايد د ذمه وارۍ څرګندونې سره په اووسني صورتحال كښې د خېرښګړې په كارونو كښې د حكومت ملګرتيا وكړي، اېس اېم ايز ته سهولت وركولو لپاره د كامياب جوان پروګرفارم له مخې د قرض حد دوه نيم كروړه كړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ عثمان ډار ووئيل د کرونا ريليف ټائيګر فورس فعاله كولو لپاره وزيراعظم آفس ټولو صوبائي چيف سېكرټريز ته چيټۍ لېږلې او په دې چيټو كښې اړوندو حكومتي ادارو او انتظامي چارواكو ته ضروري هدايات جاري كولو لپاره امر شوې۔ده ووئېل د وزيراعظم لخوا امر ترلاسه كېدو سره به ټائيګر فورس فعاله كولې شي، صوبائي واكمن به انتظامات بشپړولو سره فورس اسټينډ بائي ساتي، د ټائيګر فورس رجسټرېشن لپاره وركړې وخت ختم شوے او د دې نه پس دا چيټۍ جاري كړې شوې۔ ده ووئيل د کرونا ريليف ټائيګر فورس لپاره د لس لكه ځوانانو رجسټرېشن شوے۔ د وزيراعظم سيټيزن پورټل د لارې پنجاب كښې 6 لکه 28 زره 476 ، سندھ څخه يو لک 47 زره 66، خېبر پښتونخوا څخه يو لك 37 زره 189، بلوچستان څخه 14 زره 269، اسلام آباد څخه 13 زره 990، آزاد کشمير څخه 11 زره 556 او ګلګت بلتستان څخه 5 زره 951 ځوانانو رجسټرېشن كړې او دغسې 50 زره ځوانانو د وېب پاڼې د لارې رجسټرېشن كړے۔ ده ووئيل ګرد هېواد څخه ډاکټرز، انجينئرز، استاذانو، وکيلانو ، ريټائرډ پوځي افسرانو او خبريالانو په فورس كښئ رجسټرېشن كړے۔ ده ووئيل په راتلونكې اوونۍ كښې به فورس كار پېل كړي او په وړومبي پړاٶ كښې به 17 زره ته نزدې د طبي عملې خدمات څخه استفاده كولې شي۔ ده ووئيل ټائيګر فورس لپاره په کوډ آف کنډکټ مشتمل ټي او آرز هم جاري كړې شوي۔ عثمان ډار ووئيل دا فورس به د راشن وېشلو ، مستحقين رامخې ته كولو ، د قرنطينه مرکزونو انتظامات، ورکرز ټرانسپورټيشن او موبيلائزېشن، د خواري كښو ډېټا جمع كول او د کرونا وائرس په ضد شعور بېدارولو لپاره د كمپائن ذمه واري وي٬ هر رضاکار له به په باقاعدګۍ سره خپل رضاكار شناختي كارډ ساتل وي يا د وظيفي په مهال به د له خپل شناخت وركول وي كوم چارواكي سره چې د ده ډيوتي ولګولې شي ھغه سره به ځان معرفي كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا فورس به په غېر سياسي بنيادونو كار كوي چې پكښې د ټولو صوبو ځوانان شامل شوي ۔ ده ووئېل هيله لرو چې د سندھ واكمن به هم د دوي صلاحيتونو نه استفاده وكړې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اېس اېم ايز بحالي د حكومت ترجيح ده او په دې لړ كښې اقدامات كوٶ۔