اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي د ګڼې ګوڼې په ځايونو كښې ماسك اچول لازم دي. د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل په اوسنو حالاتو كښې ماسك اچول لازمي دي. ده ووئيل د ګڼې ګوڼې په ځايونو، شاپنګ مالز، بازارونو، جوماتونو، پبلك ټرانسپورټ لكه بسونه، وېګن، ركشه، رېل ګاډې او الوتكه كښې د سفر كولو په مهال ماسك اچول لازمي شوي